Home » افغانستان » “کابل ته د ايمن‌ الظواهري د راتګ او داغلته د اسيدنې په اړه حکومت نه و خبر”

“کابل ته د ايمن‌ الظواهري د راتګ او داغلته د اسيدنې په اړه حکومت نه و خبر”

د افغانستان سرپرست حکومت له څو ورځني ځنډ وروسته نن پنج‌شنبه د (زمري په ۱۳مه) د امريکا ولسمشر جوبايډن هغې ادعا ته غبرګون وښود، چې په کابل کې يې د وروستي هوايي بريد په وسيله د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري د وژلو په اړه کړې.

حکومت په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت کابل ته د ایمن الظواهري د راتګ او دغلته د نوموړي اوسیدو په اړه هیڅ مالومات نه لري.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د حکومت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونوته لارښونه کړې څو د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزې او جدي څیړنې وکړي.

اعلاميه زياتوي، د افغانستان له خاوري څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، حکومت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړوني باید پای ته ورسېږي.

د حکومت په اعلاميه کې ادعا شوې چې امريکا د ياد بريد په ترسره کولو سره د افغانستان حريم نقض کړی، چې د حکومت په خبره دا کار د نړيوالو اصول خلاف دی او له همدې کبله يې ترسره شوی بريد يو وار بيا غندلی.

په اعلاميه کې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول پيښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره  تجاوز وشي، د هر ډول پايلو مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...