د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو وار بيا د ولسمشر جوبايډن په لارښوونه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر اېستلو نېوکه کړې او دا کار يې د امريکا په سياسي تاريخ کې شرموونکی اقدام بللی دی.
نوموړي له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، له افغانستان څخه په دې ډول د امريکايي ځواکونو وتل ناسم کار و او زياتوي چې دا ډول ناسمې پرېکړې نه جبرانېدونکي دي.
ټرمپ زياته کړې، دی هم له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پلوی و، خو په خبره يې پلان يې درلود چې دا کار په ډېر مهارت او عزت سره ترسره کړي.
نوموړي ويلي، له پلان سره سم امريکايي سرتېري په داسې توګه له افغانستان څخه ايستل کېدل چې د نوموړي په ټکو د يادو ځواکونو اړوند يو مېخ به هم په افغانستان کې نه وی ترې پاتې شوی.
ډونالډټرمپ له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو د وتلو په وروستيو ورځو کې، د کابل پر هوايي ډګر چاودنې له امله د امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، په داسې حال کې چې يادو ځواکونو په حساس وخت کې سخت ماموريت ترسره کړ، خو د ولسمشر بايډن ادارې له لوري يې هېڅ راز يادونه نه کېږي.
په ورته وخت کې نوموړي د جوبايډن پر سياست او په ځانګړې توګه د کډوالو په برخه کې د نوموړي پر پاليسيو هم نېوکه کړې. د ټرمپ په ټکو، دا مهال هېوادونه لګيا دي څو خپل زندانونه امريکا ته ور خالي کړي او په يادو زندانونو کې ساتل شوي زندانيانو د کډوالو په توګه امريکا ته ورتېر کړي، خو په خبره يې د امريکا له لوري يې هېڅ ډول څېړنه نه کېږي.