د ارزګان ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په دغه ولایت کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي.
د ارزګان دکرنې ریاست چارواکو نن دوشنبه (د سلواغې۲۷مه نېټه) د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د کړنو په هکله ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د ارزګان د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلي کړي دي.
د ارزګان دکرنې رییس احمدشاه خيري زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼوا او انارو سړې خونې، نوي بڼونه او د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي
نوموړي دغه راز د ۱۴۰۰ام مالي کال پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.
خیري وایي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې یې یوزرو ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه او سوداګریزې بڼونه هم جوړې کړي دي.
احمدشاه خيري زياته کړه، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره د ارزګان ولايت دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته اوږدمهال او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.