د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، چې په دېره اسماعېل خان کې د پوليسو پر يوه موټر بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
که څه هم د پښتونخوا چارواکو پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي؛ خو د دېره اسماعيل خان پوليسو بيا په ياده پېښه کې يوازې د دوو پوليسو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
د دېره اسماعېل خان پوليسو ويلي، چاودنه نن سېشنبه د (کب په ۳مه) په مډي کلي کې هغه وخت شوې، چې له سيمه څخه د پوليسو يو موټر د تېرېدو په حال کې و. دوی ويلي چې ياده چاودنه د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق کوونکو ټيمونو د ساتنې پر پوليسو شوی دی.
تر دې مهاله د يادې چاودنې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی؛ خو د قبايلو په ګډون د پښتونخوا په اړوند سيمو کې ورته چاودنو او بريدونو مسووليت اکثر وخت د تحريک طالبان پاکستان له لوري په غاړه اخيستل شوی دی.