د روسيې او چين ولسمشرانو نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) په انلاين ډول په خپلو کې سره ولېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي خبرې وکړې.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل چينايي سيال شيجينګ پينګ سره په خبرو کې ياده کړه، چې د روسيې او چين ترمنځ د همکاريو نوی موډل رامنځته شوی دی.
نوموړي که څه هم د نويو همکاريو د څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې دغه همکارۍ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر اساس ولاړې دي.
په همدې حال کې د چين ولسمشر شيجينګ پينګ ويلي، روسيې ډاډ څرګند کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټو زياتوالي په موخه، د چين له هغه پلان ملاتړ کوي چې په کې د چين او روسيې د ګټو پر خونديتوب تمرکز شوی دی.
دواړو ولسمشرانو ژمنه کړې چې په راتلونکې جنورۍ کې به مخامخ په بېجينګ کې سره ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر دوام پر بحث سربېره به د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک سيالۍ هم پرانېزي.
د چين او روسيې ولسمشرانو داسې مهال د ګډو همکاريو د نوي موډل له رامنځته کولو خبر ورکړی چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې له لوېديځ سره جنجالي حالت ته رسېدلي.