د بدخشان ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې د شري ناروغۍ له امله په وروستيو کې ۷۴تنه ماشومانو ژوند بايللی دی.
معزالدين احمدي د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې ياد شمېر ماشومان په وروستيو دوو مياشتو کې مړه شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې دامهال د بدخشان په کوفاب او کوهستان ولسواليو کې د نورو ولسواليو په پرتله د شري ناورغي ډېره ده. د ډاکټرانو په باور تبه او پر بدن د سرو دانو را پورته کېدل د ماشومانو د شري ناروغۍ نښې او نښانې دي.
له دې سره په نوموړي ولايت کې د شري ناروغۍ د زياتېدو له امله ځايي اوسېدونکي د عامې روغتيا له وزارت غواړي، چې ژر دې لاس په کار شي او دغلته دې د شري مخه ونيسي.