Home » افغانستان » پاکستان: د الظواهري وژل به له ټي‌ټي‌پي سره پر مذاکراتو اغېز ونه کړي

پاکستان: د الظواهري وژل به له ټي‌ټي‌پي سره پر مذاکراتو اغېز ونه کړي

کابل ته له تحريک طالبان پاکستان يا TTP سره د مذاکراتو په موخه د روانې اوونۍ په پيل کې د راغلي پلاوي مشر محمد علي سيف وايي، چې د امريکا له لوري د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري وژل به د پاکستان او يادې ډلې ترمنځ د سولې پر مذاکراتو منفي اغېز ونه کړي.

نوموړي پرون چهارشنبه د (زمري په ۱۲مه) مشال راډيو ته ويلي، چې لا هم په سيمه کې جګړه‌ييز حالت حاکم دی او په راتلونکي کې هم د ورته هر ډول پېښو احتمال شته.

د سيف په خبره، يادې پېښې نه شي کولی چې د پاکستان حکومت او په قبايلي سيمو کې د فعالي تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې خنډ او ځنډ ارمنځته کړي.

نوموړي ويلي، چې د يادو مذاکراتو ترڅنګ د پاکستان مرکچي پلاوي عمده هدف دا هم دی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هغه بدګوماني له منځه يووسي، کوم چې د جګړې لامل شوي دي.

د تېرې يک‌شنبې په ورځ هغه مهال چې امريکايي ډرون الوتکې په کابل کې دالقاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري په نښه او وواژه، د محمد علي سيف په مشرۍ د پاکستان مرکچي پلاوی د تحريک طالبان پاکستان ډلې له مشرانو سره پر مذاکراتو بوخت وو.

خو دغه مذاکرات څو ورځې وړاندې پرته د کومې محسوسې پايلې له ترلاسه کېدو پای ته رسيدلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...