Home » افغانستان » ولسمشر:ترهګر په دې بریدونو سولې ته خنډ نه شي جوړولی
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:ترهګر په دې بریدونو سولې ته خنډ نه شي جوړولی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي ترهګر د جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی.

ولسمشر غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره نن چهارشنبه د سپتمبر ۹ (وږي۱۹) پر لومړي مرستیال امرالله صالح نننی ترهګریز برید غندلی دی.

ولسمشر ویلي چې په پېښه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله هم خواشینی دی او دغه ډول پېښې ستر بشري جنایت بولي.

نوموړي ویلي دغه ډول پېښې د ترهګرو ډلو او ددوی د ملاتړو له لوري ترسره شوې دي چې د ورته پېښو په ترسره کولو هېڅ وخت د سولې په لار کې خنډ نه شي جوړولی.

نوموړي امنیتي ادارو ته ددغه پېښې د هر اړخیزې څېړنې او پلټنې امر کړی دی.

ولسمشر پر دې هم ټینګار کړی چې د ترهګرو پر وړاندې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...