د هلمند امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو امر محمد زمان همدرد وايې افغان ځواکونو د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ ژړ صاحب سیمه کې پراخ عمليات پيل کړي چې تر دې مهاله ۴ کیلومتره سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.
د همدرد په وينا د عملياتو په جريان کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه راز ویلي په روانو عملياتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.
د هلمند امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو امر محمد زمان همدرد ویلي، چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دي رسېدلی.
خو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه طالب وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي