Home » افغانستان » هلمندۍ میرمنې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

هلمندۍ میرمنې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې

هلمند کې یو شمېر میرمنې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو او د اوربند رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.

شهناز فایزد دې ولایت په ښونځېو، پوهنتونونو او نورو دولتي او شخصي ادارو ګرځېدلې، د سلګونو ښځو لاسلیکونه يې راټول کړي، چې د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د ژر پېل کېدلو او په دې پروسه کې د ښځو د حقوق د خونديتوب غوښتنې کوي.

هلمند کې یو شمېر مېرمنې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې ژر تر ژره دې خپلمنځي خبري پیل شي.

شهناز هغه میرمنه ده، چې د درېیو ورځو په جریان کې د هلمند په بېلابېلو ښونځیو، پوهنتونو، دولتي او خصوصي ادارو کې زرو څخه له ډېرو ښځو په لیکلي ډول د خپلمنځي خبرو د ژر پيل او د اوربند غوښتنې راټولې کړې دي.

په ورته مهال د هلمند د ښځو چارو رییسه وايي، چې د خپلمنځي خبرو په جریان کې دې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي، ځکه چې په روانه جګړه کې تر ټولو ډېر زیان ښځو لیدلی دی.

نوموړې زیاتوي، چې د ښځو د دوه لسیزو لاسته راوړنې دې خوندي وساتل شي اوهمدا راز يې پر نړیوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې جګړه ختمولو او دایمي اوربند په رامنځ ته کولو کې دي هڅې وکړي.

دغو مېرمنو ټولو په یوه غږ له نړیوالو، افغان حکومت، وسلوالو طالبانو او زلمي خلیلزاد وغوښتل، چې د بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې ښځو د خپلمنځي خبرو د ژر پېل کېدلو، د ښځو د لاسته رواړنېو په خوندیتوب او له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنې کړې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...