د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش په افغانستان موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بولي او د مخنيوي لپاره يې پر نړيوالو د مرستې غږ کړی دی.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (مرغومي په ۲۱مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې افغانان دامهال د نړۍ په کچه له چټک مخته تلونکي بشري بحران سره مخ دي.
کوټريش ويلي، چې په افغانستان کې د ياد بحران د مخنيوي په موخه يې له شاوخوا ۲۸ ميليونه افغانانو سره د مرستې کولو پلان وړاندې کړی، چې له مخې به يې ۲۲ ميليونه افغانانو ته د خوراکي توکو په شمول اړينې مرستې او دغه راز به ۵.۷ ميليونه نور اړمنو افغانانو سره هم چې داخلي بې ځايه شوي په کې شامل دي، د سرپنا، خوړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې وکړي.
نوموړي په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو رسوونکو هڅو مالي ملاتړ وکړي.