په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې استازو او د ښځو نشتون ناهیلی کوونکی بللی دی.
هغه پرون ماښام (جمعه د چنګاښ لومړۍ نېټه) په امنیت شورا کې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دا ناهیلې کوونکې ده چې د دوحې په درېیمه غونډه کې دوې اړینې موضوعګانې بشري حقونه او سیاسي پړاوونه له بحث څخه اېستل شوي او د مدني ټولنې استازي او ښځې پکې موجودې نه وي.
هغه زیاته کړې، دا امر د اړینو موضوعاتو او نړیوالو ژمنو لرېوالی دی لکه د امنیت شورا پرېکرهلیک ویل کېږي او همداراز په افغانستان کې له هېڅ ډول بدلون پرته د یو وروسته پاتې په توګه ښودل کېږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه به د هېوادونو د استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د چنګاښ په ۱۰ او ۱۱مه ترسره شي.
په ورته وخت کې د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد، ویلي چې دوی د دوحې د درېيمې غونډې کړنې ارزولې او له هغې وروسته یې دا غونډه د «افغانستان په ګټه» بللې او د دوی لخوا به دوحې ته پلاوی واستول شي.
د راپورونو له مخې، د دوحې د رسمي غونډو موضوعګانې اقتصادي مسایل او له نشهتوکو سره د مبارزې په اړه دي.