Home » افغانستان » ملا فضل الرحمن: طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري دي

ملا فضل الرحمن: طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري دي

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند او د دغه هېواد د ولسواک غورځنګ مشر ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري او دوستان دي.

نوموړي پرون د بلوچستان په چمن کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل، د پاکستان او طالبانو ملګرتيا ته پام سره اړتيا ده چې دواړه هېوادونه له اختلاف پرته د يوه او بل ترڅنګ سوله‌ييز ژوند وکړي.

فضل الرحمن تور پورې کړ چې امريکا نه غواړي افغانستان او پاکستان د ملګرو په څېر و اوسي، نو ځکه يې د نوموړي په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيورنډ کرښې موضو را پورته کړې.

فضل الرحمن زياته کړه، که پاکستان او د افغانستان طالبان پر ډيورنډ کرښه له يوه او بل سره نښته وکړي، نو دا په خپل پلان کې د امريکا د برياليتوب په مانا دی. هغه ويلي چې امريکا د ډيورنډ موضوع ناحل پرېښوده او اوس دې افغانستان او پاکستان دغه مسئله د خبرو له لارې حل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...