Home » سیمه او نړی » لوېدیځ هېوادونه: د میانمار پوځ دې د مظاهره‌چیانو په وړاندې له شخړو ډډه وکړي
رویداد خبري آژانس

لوېدیځ هېوادونه: د میانمار پوځ دې د مظاهره‌چیانو په وړاندې له شخړو ډډه وکړي

لوېدیځ هېوادونو د میانمار له پوځه وغوښتل چې د مظاهره کوونکو په وړاندې دې له شخړو ډډه وکړي.

داسې نښې لیدل شوي چې ګواکې د دې هېواد امنیتي ځواکونه دې ته تیاری نیسي چې هغه مخالفین وځپي چې غواړي د پوځ له‌خوا د دوه اوونۍ مخکې کودتا په وړاندې اعتراضونه وکړي.

پوځ د دغې کودتا په نتیجه کې د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي له واکه لیرې او هغه‌یې په کور کې نظربنده کړې ده.

په هغې اعلامیه کې چې د اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو او د کاناډا سفیرانو او ۱۲ اروپایي هېوادونو پرون یکشنبې خپره کړې، له کودتا راهیسې په دې هېواد کې د سیاسي مشرانو نیونې او د خبریالانو ځورونې غندل شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې لوېدیځ د ډیموکراسۍ، ازادۍ، سولې او سوکالۍ په چارو کې د میانمار د خلکو د هڅو ملاتړ کوي او زیاته شوې چې نړۍ په دې هېواد کې وضعیت له نږدې څاري.

دغه‌راز په میانمار کې د امریکا سفارت امریکایي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ګرځ‌بندیز په مهال، د ماښام له اتو د سهار تر څلورو بجو په امن ځای کې ځانونه خوندي کړي.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې پوځ کودتا کړې، د انګ سان سوچي په ګډون په سلګونو سیاسي مشران او فعالان نیول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...