Home » فرهنګی او ټولنیز » لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
رویداد خبري آژانس

لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د لغمان ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه.

د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۴۱۱۴۵۷۷۷ افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت له پراختیایی بوديجې څخه د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.

د پوهنې رییس وایي، دغه ودانۍ ۳۰ درسي تولګي، ۷ اداري خونې، ۲۴ عصري تشنابونه، یوه حلقه د اوبو څاه، د احاطې دیوال، ۷۶۰ جوړې میزونه او چوکۍ او نورې ښوونیزې آسانتياوې لري، چې له جوړېدو او پرانېستو سره یې شاوخوا ۱۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...