Home » سیمه او نړی » قزاقي ځواکونو لسګونه لاريونوال د امنيت ټينګښت په عملياتو کې وژلي

قزاقي ځواکونو لسګونه لاريونوال د امنيت ټينګښت په عملياتو کې وژلي

وروسته له هغې په قزاقستان کې د ګازو د بيو لوړېدو په غبرګون کې لاريونونه پيل شول، د دغه هېواد ځواکونو چهارشنبه د شپې د (مرغومي په ۱۵مه) د پلازمېنې الماتي د امنيت خوندي کولو عمليات پيل کړي دي.

دغه عمليات له هغې وروسته پيل شوي چې لاريونوالو د قزاقستان د پوليسو مرکزونو ته د ننوتلو هڅه وکړه. په دې اړه ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي، تر دې مهاله لسګونه لاريون کوونکي وژل شوي او ټپي شوي دي.

د قزاقستان ولسمشر قسيم جومرت توکايف له روسيې غوښتي چې د وضعيت عادي کولو په موخه پوځيان ور ولېږي. روسيه هم په پام کې لري د امنيتي همکاريو CSTO هوکړې له مخې د ولسمشر توکايف په غوښتنه پوځيان قزاقستان ته ولېږي.

ولسمشر قسیم جومرت توکایف له دې وړاندې د کابينې استعفا منلې او اعلان يې کړی چې د امنیت شورا مسووليت يې په خپله عاړه اخيستی او د وضعيت نورمالولو لپاره به هر راز هڅې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...