Home » سیمه او نړی » عمران خان؛ ملا فضل‌الرحمن ډېزلي ياد کړی؛ خو هغه يې خبرې د لوچکانو بللي

عمران خان؛ ملا فضل‌الرحمن ډېزلي ياد کړی؛ خو هغه يې خبرې د لوچکانو بللي

له اوونيو راهيسې د پاکستان واکمن تحريک انصاف او مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ لانجې دوام لري او دا لانجې دې اوج ته رسېدلي چې د لومړي وزير عمران په شمول د پاکستان سياسي مشران يوه او بل ته د سپکو او سپورو ويل پيل کړي.

عمران خان پرون جمعه د (کب په ۲۰مه) د خيبر پښتونخوا په کوز دير کې د خلکو يوې غونډې ته د خبرو پرمهال، د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر ملا فضل‌الرحمن ډېزلي بللی. نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ويلي، د پوځ لوی درستز جاوېد قمر باجوه ترې په وار وار غوښتي چې ملا فضل‌الرحمن ته د ډېزلي کليمه نه کاروي؛ خو د عمران خان په خبره يوازې دی نه، بلکې ټول عام خلک فضل‌الرحمن ډېزلي بولي.

د دې ترڅنګ عمران خان د پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سياسي ماشوم بللی او ويلي يې دي، چې د بلاول ماشومانه سياسي اکټونو په اړه ويلو ته څه نه لري.

عمران خان دغه راز د مسليم ليګ‌ن ګوند مشر نواز شريف او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري لاسپوڅي او غله بللي دي. نوموړي زياته کړې چې يادو دوو کسانو د ځان په ګټه خورا زيات مالي فساد کړی او پاکستان يې تر ستوني د نړيوالو پوروړی کړی.

د عمران خان له دې څرګندونو لږ وروسته ملا فضل‌الرحمن د نوموړي څرکندونې د لوچکانو بللي دي. فضل‌الرحمن ويلي، دغسې څرګندونې د کوڅو لوفران او لوچکان کوي.

په همدې حال کې بلاول بوټو زرداري بيا نوموړی د خپلو مخالفانو پر سپکولو تورن کړی او ويلي يې دي، د نوموړي ورته څرګندونې دا ښکاره کوي چې په سياسي او اخلاقي لحاظ له ماتې سره مخ دی.

په دې وروستيو کې د پاکستان مخالفو سياسي ګوندونو د يوه اېتلاف جوړولو له لارې هڅې پيل کړي چې عمران خان د پارلمان له لارې په بې باوره کولو سره، له واک لرې کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...