د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون چهارشنبه (د کب۲۰مه نېټه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د روانې پروسې ترڅنګ د سیمې پر عمومي وضعیت او د دوو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو هم خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې پر اساس، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت او ثبات لپاره به په خپل منځ کې اړیکې نورې هم زیاتې کړي.
کاملوف پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل او د دوو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لارو چارو په اړه یې خبرې وکړې.