Home » افغانستان » سټولټنبرګ: ناټو د افغان سولې د بریالي کېدو هڅه کوي
رویداد خبري آژانس
له ولسمشر غني سره د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټیلیفوني خبرې

سټولټنبرګ: ناټو د افغان سولې د بریالي کېدو هڅه کوي

د ناټو عمومي منشي وایي، د دغې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون شنبې په ورځ (د کب ۳ مه نېټه) له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مينه‌پال رسنیو ته وویل چې سټولټنبرګ ښاغلي غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.

ښاغلی مینه‌پال زیاته کړې: “په دې ټیليفوني مکالمه کې، دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.”

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې چې په‌کې راغلي، د افغانستان په اړه به د ناټو پرېکړې مشروطې او له امریکا سره په همغږۍ کې وي.

د ناټو عمومي منشي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشورې روانې دي، خو لا کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...