سعودي عربستان په رسمي توګه تایید کړې چې سږ کال د حج مراسم په سخته ګرمۍ کې ترسره شوي او له امله یې ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي، چې په دې کې ډېرو یې د حج د ادا کولو رسمي اجازه نه لرله.
د سعودي رسمي خبري اژانس (SPA) راپور ورکړی، ۸۳ سلنه مړه شوي هغه خلک دي چې د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره یې اجازه نه درلوده او د لمر تر مستقیمو وړانګو لاندې او د نامناسبې سرپناه یا اسانتیاو پرته یې په اوږد واټن سفر کاوه.
دې خبري اژانس په خپل راپور کې دا هم لیکلي، چې په مړو شویو کسانو کې یو شمېر د پاخه عمر لرونکي او یا هم هغه کسان دي، چې په مزمنو ناروغیو اخته وو.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر، فهد الجلاجل ویلي چې د تودوخې د خطرونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه یې د حاجیانو د پوهاوي د زیاتولو لپاره تدابیر نیولي، خو یو شمېر هېوادونو د حج د فریضې ادا کولو لپاره د سعودي عربستان د اقداماتو په نشتوالي نیوکه کړې ده.
په ورته وخت کې د سعودي د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په مکه مکرمه کې د هوا تودوخه د ۵۱سانتي ګراد درجې ته رسېدلې ده.