د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني نن شنبه د (کب په ۱۴مه) په کابل کې د پوليسو له ملي اکاډمۍ څخه د ديارلسمې دورې منسوبينو په فراغت غونډه کې ګډون کړی و او د لومړي ځل لپاره يې خپله څېره د رسنيو پر وړاندې څرګنده کړه.
نوموړي د فراغت په مناسبت دې جوړو شوو مراسمو ته وويل، د اسلامي امارت له راتګ وړاندې هڅه دا وه څو قدرت له مقابل لوري څخه په سولهييز ډول انتقال او په دې توګه ټول دفاعي، کشفي او امنيتي بنسټونه پر ځای ثابت پاتې شي.
حقاني له دې کبله چې ياد بنسټونه وپاشل شول، د تېر حکومت مسوولان تورن کړل او زياته يې کړه چې د قدرت سولهييز لېږد ته يې زمينه برابره نه کړه.
نوموړي تازه فارغو شوو افسرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مشران يې ملاتړ کوي او همدې ملاتړ پر بنسټ دې بهر ته تللي نظامي کادرونه هم راستانه او په ګډه دې د هېواد لپاره کار وکړي.
سراج الدين حقاني زياته کړه، چې د تازه فارغو شوو سرتېرو د ډاډ موخه يې په مراسمو کې برخه اخيستې او د رسنيو پر وړاندې يې خپله څېره ښکاره کړه.
نوموړي د ډاډ په موخه درې ته تازه فارغ شوي افسران د کورنيو چارو وزارت په تشکيلاتو کې پر دندو وګمارل او د دغه وزارت پېژندتون ته يې دنده وسپارله، چې پاتې ټول ښځينه او نارينه افسران له مسلک سره سم پر دندو وګماري.
حقاني په همدې حال کې د نړيوالو هغې اندېښنې ته چې ګواکې افغانستان بيا د ترهګرۍ پر پټنځي د بدلېدو له امله نورو هېوادونو ته پر يوه تهديد بدل نه شي وويل، اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر بنسټ په دې برخه کې پر کړې ژمنه ولاړ دی.
نوموړي له بهرنيو هېوادونو وغوښتل چې دامهال د افغانستان د ابادۍ وخت را رسېدلی او دوی دې هم د حسن نيت له مخې له افغانستان د بادۍ په برخه کې مرسته وکړي.
په کابل کې د پوليسو له ملي اکاډمۍ څخه ۳۷۰ تنه نارينه او ښځينه افسران د مسلکي زدهکړو له بشپړاوي وروسته فارغ شول.