Home » افغانستان » زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت د خپل موجودیت اعلان وکړ
رویداد خبري آژانس
حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان د ژغورنې حرکت مشر

زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت د خپل موجودیت اعلان وکړ

د حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت خپل موجودیت اعلان کړ.

د دغه حرکت لخوا نن بنجشنبه (د وري ۵مه نېټه) په جوړه شوې ناسته کې حضرت عمر زاخېلوال د خبرو پر مهال وویل:” د افغانستان د نجات حرکت څرګند دریځ لري؛ بېوسې او بې کسي پای ته رسول غواړو او ان یو بهرني سرتېري ته هم اړتیا نه احساسوو. مونږ هغه سوله غواړو ، چې ملي وحدت پیاوړی کړي نه د تېرو ترخو تجربو تکرار.”

په یاده ناسته کې ډاکټر فاروق وردګ د خبرو پر مهال وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې، دایمي ثبات، پياوړي نظام او یووالي لپاره راپاڅېدلي او د هېواد پیاوړي کدرونه په دې بهیر کې د دوی ملتیا کوي.

هغه وویل چې د افغانستان د ژغورنې حرکت د مقطعي موخو او لډمهاله پلانونو لپاره نه دی جوړ شوی او نه هم د کوم فرد ګټې پالي بلکې غړي یې د ملت له منځه راپاڅېدلي خلک دي چې ددې وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

دوی ویلي چې له ټولو ښکېلو لورو د سولې او اوربند غوښتنه کوي او تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.

ډاکټر فاروق وردګ دغه راز وویل چې هدف یې په افغانستان کې د تلپاتې مثبت تغیرات راوستل او پر یوه ټغر د هغو شخصیتونو راټولول دي چې د هېواد د ابادۍ، سولې او پرمختګ هیله لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...