د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د کابل په سوېل کې پرونۍ چاودنه غندلې او ويلي يې دي، چې طالب چارواکي د خلکو د امنيت خونديتوب مسووليت لري.
نوموړي پرون جمعه ناوخته د (زمري په ۱۴مه) په خپل توېټر کې ويلي، چې د کابل سويل بيا هم د يوې خونړۍ چاودنې شاهد و او په کې هزاره وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي د چاودنې له قربانيانو سره د خواخوږۍ تر څنګ ټينګار کړی، چې د ياد بريد مسوولان بايد پيدا او محاکمې ته راکش کړای شي.
له دې سره پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم ياد بريد غندلی او ويلي يې دي، چې دا بريد د ټولو بشري او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد پرون ويلي، چې د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۲۶تنه شهيدان شوي او ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې دا د دين او د هېواد د هغو دښمنانو کار دی، چې نه غواړي په افغانستان کې امنيت او ثبات ټينګ شي.
د دې پېښې مسووليت د داعش ډلې منلی دی.