Home » افغانستان » روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی دی چې هېوادوال باید د کرونا ویروس د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د یاد وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۹۸۱ ته رسېدلې دي.

د روغتیا وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې تنه مړه شوي هم دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۳۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۵ زره او ۴۶۵ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...