Home » افغانستان » راتلونکې مياشت د افغانستان په اړه د چين په کوربه‌توب ګاونډي هېوادونه غونډه کوي

راتلونکې مياشت د افغانستان په اړه د چين په کوربه‌توب ګاونډي هېوادونه غونډه کوي

ټاکل شوې چې په راتلونکي مارچ کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان اړوند مسايلو په اړه په بيجينګ کې د چين په کوربه‌توب سره جرګه شي.

دغه اعلان د پاکستان بهرنيو چارو وزير چين ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ کړی دی. نوموړي ويلي، له چين سره هوکړه شوې چې د مارچ په وروستيو اوونيو کې به د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه رابولي او په کې به د بحث تمرکز د افغانستان پر وضعيت وي.

نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د يادې غونډې په وروستۍ ورځ به د طالبانو استازي هم غونډې ته ور وبلل شي څو په خبره يې په افغانستان کې د تحوولاتو په اړه سم او بشپړ پوهاوی رامنځته شي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو متعددې غونډې ترسره شوي او په کې د افغانستان پر بشري او سياسي وضعيت هر اړخيز بحثونه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...