Home » افغانستان » د کرکټ بورډ يوې سرچينې تائيد کړه چې ځينو اداري کارکوونکو يې په برېتانيا کې پنا غوښتې

د کرکټ بورډ يوې سرچينې تائيد کړه چې ځينو اداري کارکوونکو يې په برېتانيا کې پنا غوښتې

رويداد خبري اژانس ته د افغانستان په کرکټ بورډ کې يوې معتبرې سرچينې تائيد کړه چې د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره د نړيوال جام سياليو پرمهال مل د اداري کارکوونکو له ډلې ۳ هغه يې له لوبډلې بېل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې يادو بېلو شوو کسانو په برېتانيا کې د پناه غوښتنې وړانديز کړی دی. وړاندې په راپورونو کې ويل شوي وو چې د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي هم په دې چاره کې شامل دي؛ خو سرچينې په دې اړه رويداد ته څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله د نړيوال جام په ترسره شوو سياليو کې ښه وځلېده او په يادو سياليو کې ۴م مقام خپل کړ.

دا چې اوس مهال د کرکټ نړيوال جام سيالۍ پای ته رسېدلي، ټاکل شوې چې د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله هم ژر بېرته هېواد ته راستنه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...