د هند بالېووډ سينما نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر نن يکشنبه د (سلواغې په ۱۷مه) د ممبيي په يوه روغتون کې ساه ورکړه.
لتا منګېشکر د تېرې جنوري په ۱۱مه په روغتون کې بستر شوه او ډاکټرانو هغه مهال خبر ورکړی و چې په نوموړې کې يې د کرونا نښې موندلي دي.
منګېشکر د بالېووډ شاوخوا ۱۰۰۰ فلمونو ته سندرې ويلي او له همدې کبله د بالېووډ د فلمونو کتوونکو ترمنځ ډېره مشهوره وه. نوموړې ته د خپل شهرت له مخې په هند کې د شپې د ملايکې لقب هم ورکړل شوی و.
لتا منګېشکر ته د هند حکومت په ۲۰۰۱ کال کې د هنري خدمت له کبله د دغه هېواد تر ټولو لوړ ملکي اعزاز لرونکی مېډال هم ورکړی دی.
نوموړې د څو اوونيو لپاره په روغتون کې تر بسترېدو وروسته نن سهار مهال د ۹۲ کالو په عمره له نړۍ سترګې پټې کړې.