Home » افغانستان » د مهاجرت نړیوال سازمان: ملیونونه افغانان به له وچکالۍ او قحطۍ سره مخامخ شي
رویداد خبري آژانس

د مهاجرت نړیوال سازمان: ملیونونه افغانان به له وچکالۍ او قحطۍ سره مخامخ شي

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وایي، په افغانستان کې د ورښتونو د کمښت او وچکالۍ له امله به په ملیونونو کسان له قحطۍ سره مخامخ شي.

«IOM» پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان کرنه پر بارانونو او د واورو د ویلیدو په اوبو پورې ډېره تړلې او د سږ کال بشري چارو ته د رسیدګي پلان اټکل کوي چې تر ۱۷ ملیون پورې به افغانان د وچکالۍ او قحطۍ له امله متأثر شي.

تر دې مخکې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د تېر کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۳ ملیونه وګړي غذايي خوندیتوب نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره میاشت په یوه راپور کې وویل، دا مهال ۱۸ ملیونه او څلور لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د تېر کال پرتله دا شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...