هندي رسنيو خبر ورکړی چې د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه د اسلاماباد په کېدونکې نننۍ غونډه کې ګډون نه کوي او سيده يې بهرنيو چارو وزيران نوي ډهلي ته تللي دي.
د راپورونو له مخې د تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او هند بهرنيو چارو وزيران به نن يکشنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) د افغانستان په اړه په نوي ډهلي کې سره جرګه شي.
په راپورونو کې ويل شوي، په دې ناسته کې به د افغانستان پر وضعيت، سوداګرۍ او دغه راز پر سيمهييز پيوستون خبرې وشي.
د هندي رسنيو په راپورونو کې دا هم ويل شوي چې د چابهار بندر د فعاليتونو د تنظيم پر سر بحث هم چې هند له افغانستان او منځنۍ اسيا سره نښلوي، د يادې غونډې په اجنډا کې شامل دی.
په نوي ډهلي کې دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې نن يکشنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) د افغانستان په اړه په اسلاماباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډه هم ترسره شي.