Home » سیمه او نړی » “د بلوڅ بېلتون‌پالو په دوو لويو بريدونو کې لږ تر لږ ۱۰۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي”

“د بلوڅ بېلتون‌پالو په دوو لويو بريدونو کې لږ تر لږ ۱۰۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي”

د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو تازه ادعا کړې چې تېره شپه يې د بلوچستان په پنجګور او نوشکې سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر کزونو لوی بريدونه کړي او خورا درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

دوی په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د يادو بريدونو په پايله کې لږ تر لږ سل تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيا شوي دي. د بلوڅ بېلتون‌پالو دې ډلې په خبر پاڼه کې زياته کړې چې په نوشکې سيمه کې پاکستاني پوځيانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو له امله، يادو پوځيان خپل مرکز پرېښی او د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو يا BLA لاس ته پرېوتی دی.

د پاکستان پوځ بيا په ياده سيمه کې ۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ خو کورنيو چارو وزير شېخ رشيد بيا د تېرې شپې بريدونه تائيد کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې بلوڅ بېلتون‌پال پاکستاني پوځيانو ته د خورا زياتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي. په دې وروستيو کې يادې ډلې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه زيات کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...