Home » سیمه او نړی » د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ایران ته رسېدلی
رویداد خبري آژانس
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ایران ته رسېدلی

ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسېدلی دی.

ایراني رسنیو ویلي چې ګروسي به د دغه سفر پر مهال د ایران د ملکي اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي او د اټمي انرژۍ نړیوالې اداره کې د ایران له استازي کاظم غریب ابادي سره وګوري.

دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران ویلي، که پر دوی بندیزونه لیرې نه‌شي، هېواد به‌یې اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې لنډمهاله پلټنه او څارنه بنده کړي.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

د امریکا اوسنۍ اداره دغه تړون ته د بېرته ورګرځېدو د لارو چارو په ارزونه بوخته ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...