Home » سیمه او نړی » د اوکراين پر سر په ملګرو ملتونو کې د روسيې او امريکا استازو لفظي شخړه وکړه

د اوکراين پر سر په ملګرو ملتونو کې د روسيې او امريکا استازو لفظي شخړه وکړه

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هغه مهال د روسيې او امريکا استازو ترمنخ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې امريکايي لوري له اوکرين سره پر پوله د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د امنيت شورا د ځانګړې غونډې رابللو وړانديز وکړ.

په دې سازمان کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفلډ وويل، امريکا اوس هم په ياده قضيه کې پر سياسي حل باوري ده او په ورته مهال يې خبرداری ورکړ، که روسيه پر اوکراين بريد وکړي ، نو ښه پايله به ورته ونه لري.

له دې سره په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي واسیلي نبینزیا بيا امريکا تورنه کړه چې په نړۍ کې له غوغا جوړولو پرته بل کار نه لري.

نوموړي زياته کړه چې هېڅ داسې اسناد او شواهد نشته څو دا جوته شي چې روسيه پر اوکراين د بريد پلان لري. نبينزيا وويل چې روسيه په خپلو پولو کې د معمول په څېر سرتېري ځای پر ځای کوي او دا کار هېڅکله د امريکا لپاره ګواښ نه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...