Home » اقتصادی » د اوبو د تنظیم اداره: د پاشدان بند ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي
رویداد خبري آژانس

د اوبو د تنظیم اداره: د پاشدان بند ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي چې هرات کې د پاشدان د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.

پاشدان بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی اساسي چارې یې بشپړې شوي چې په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه اداره دغه راز زیاتوي چې پاشدان بند په جوړېدو سره به ۱۸ زره هکټاره څمکه خړوبه شي؛ د ۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت به ولري او د کال به په میلیونونه ډالر عاید ولري.

د پاشدان د اوبو بند د هرات ښار ختیځ نه ۳۰ کیلو متره لرې په کرخ ولسوالۍ کې جوړیږي.

د یاد بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۰ کې پیل شوې وې خو د ځینو لاملونو له کبله یې د جوړېدو چارې ټکنۍ شوې وې.

د پاشدان بند جوړېدو لپاره د ۱۷۷ میلیونه امریکايي ډالرو لګښت اټکل شوی چې د افغانستان د پراختیايي بودیجې نه تمویلیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...