Home » سیمه او نړی » د امریکا د کولرادو په بولډر ښار کې ۱۰کسان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د امریکا د کولرادو په بولډر ښار کې ۱۰کسان وژل شوي

د امریکا کولرادو په بولډر ښار کې د ډزو پرمهال د یوه پولیس افسر په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د بولډر ښار څارنوال مایکل دوریټي وویل، د مارچ د ۲۲مې نېټې مشکوک برید کوونکی په توقیف کې دی او د هغه د ټپونو درمنله روانه ده.

د پولیسو مشر ماریس هیرولډ وویل، وژل شوی پولیس افسر یو پنځوس کلن ایریک تیلي دی.

په یوټیوپ کې د سیمې خبریالانو یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې په سوپرمارکیټ او د موټرو په پارکېنګ کې جسدونه ښکاري.

د پولیسو مشر هیرولډ خبري کنفرانس ته وویل چې دا پېښه پیچلیو تحقیقاتو ته ضرورت لري چې لږ تر لږه پنځه ورځې وخت غواړي چې علت یې روښانه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...