د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان پارلمان ته يوه لېږلي راپور کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې له کموالي شکايت کړی.
په راپور کې ويل شوي، کلونه وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په کلنۍ توګه ۲.۵ مېليارده ډالر وه؛ خو په دې وروستيو کې د سوداګرۍ دا کچه له يو مېليار ډالرو هم ټيټ حد ته راغلې ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې يو لړ ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د کموالي لاملونه په ګوته کړي، چې عمده هغه يې پر ډيورنډ کرښه د يوه منظم سوداګريز ميکانېزم نشتوالی دی.
يادې خوني په راپور کې ويلي، د پاکستان د سوداګرۍ اړوند ځينو ادارو له لوري فشارونه، د سوداګرۍ دوستانه پاليسيو نه موجوديت هم هغه لاملونه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري يې اغيزمنه کړې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په راپور کې دغه راز دا هم ويل شوي، چې د مالونو لوړ ګمرک او ماليه، د غير اړينو کاغذونو جوړول او د ټرانزيټي اسانتياوو نشتون بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې نورې اضافي ستونزې دي.
په راپور کې د بانکي نظام او ماليو پر اصلاح سربېره پر کرښه د توکو په وړلو را وړلو کې د اسانتياوو رامنځته کول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بيا لوړېدو لپاره د وړانديزونو په توګه په ګوته شوي.