د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دومداره تاوتریخوالی غندلی دی.
پرون جمعه(د کب ۱۵مه) ناوخته د افغانستان د وضعې په اړه د اروپايي پارلمان په خبرپاڼه کې د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.
له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په حواله په دې خبرپاڼه کې راغلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان هدف ګرځول کېږي چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي