په افغانستان کې د داعش ډلې کليدي غړى خان سعید نيول شوی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کومانډو ځواکونو د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ګل درې سیمه کې په یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې کلیدي غړی خان سعید نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعش ډلې کليدي غړي خان سعيد په افغانستان کې د داعش ډلې اکمالاتي مسٶل ٶ. دغه وزارت لیکلي،په ياد عملياتو کې د داعش ډلې شپږ ميله وسلې څو عدده مخابرې، موبايلونه او سيمکارتونه د افغان کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په دريمه ورځ داعش ډلې د جلال اباد ښار په محبس بريد کې ګڼ شمير خلګو ته مرګ ژوبله اړولې وه.