Home » افغانستان » حمدالله محب:د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر طالبانو بندیزونه مهم دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

حمدالله محب:د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر طالبانو بندیزونه مهم دي

محب:

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي.

محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي.

نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې له امریکا سره یې د خپلمنځي هوکړې له مخې باید د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست لرې شي.

دغه ډله وایي، له امریکا سره یې د خپلمنځي تړون پر ټولو برخو عمل کړی دی او اوس باید مقابل لوری هم خپلې ژمنې پوره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...