جرمني چاروکو په افغانستان کې دننه او بهر د افغان فعالانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، هېواد يې د افغان فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځينه فعالانو په اړه چې د بيان ازادۍ له حق استفاده کوي، اندېښمن دی.
د افغانستان لپاره د جرمني سفارت په دې اړه خپل ټوېټر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز او د رئيسالوز سياسي مرستيال عبدالکبير ترمنځ لېدنې ته اشاره کړې ده. په دې لېدنه کې ميرمن لاينز د بېدرکه شوو افغان ښځينه فعالانو په اړه د واضحت غوښتنه کړې او د رئيسالوزرا مرستيال عبدالکبير هم په دې اړه د څېړنو ژمنه کړې ده.
د جرمني سفارت په خپل ټوېټ کې زياته کړې، چې د بېدرکه شوو ښځينه فعالانو د ځای او روغتيا په اړه د اسلامي امارت ځواب او وضاحت ته جدي اړتيا ده.
په دې وروستيو کې ځينې هغه افغان ښځينه فعالانې چې د ښځو د حقونو خونديتوب په موخه يې غږ پورته کاوه، بېدرکه شوي او تر اوسه يې د ځای او ځايکي پته نه ده لګېدلې.