د کډوالو نړيوال سازمان يا (IOM) وايي، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه د راستنو شويو افغانانو شمېر يو ميليون کسانو ته رسېږي.
نوموړي سازمان په دې اړه نن تازه د (مرغومي په ۱۸مه) خپاره کړي راپور کې ويلي، په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د راستنو شويو افغان کډوالو دا شمېر د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال د شمېرو په پرتله، ۳۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د کډوالو نړيوال سازمان په راپور کې زياته شوي، د تازه راستنو شويو کډوالو يو شمېر يې په خپله خوښه نه دي راستانه شوي. د راپور له مخې ځينو کسانو په ايران او پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد، د کورنۍ د تمويل په موخه مالي ملاتړ نه درلود او له همدې کبله له يادو هېوادونو له لوري بېرته افغانستان ته ګرځول شوي دي.