ترکي چارواکو خبر ورکړی چې له قطر سره د ګډې همکارۍ پر بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر په شمول، د ۵ نورو هوايي ډګرونو د مديريت او سمبالونې مسووليت هم واخلي.
دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۹مه) په انقره کې د مالېزيا بهرنيو چارو له وزير سيفالدين عبدالله سره ګډ خبري کنفرانس ته کړي.
نوموړي زياته کړې چې ټاکل شوې يو ترکي پلاوی دوشنبه د شپې قطر ته روان شي او له هغه ځايه به له قطري پلاوي سره په ګډه کابل ته لاړ شي څو د افغانستان موقت حکومت له مسوولانو سره په دې اړه خبرې وکړي.
له دې وړاندې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني خبر ورکړی و چې قطر او ترکيه په ګډه د کابل هوايي ډګر د چارو مديريت کولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.