د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري وژل کېدو په غبرګون کې ويلي، چې اسامه بن لادن او ايمنالظواهري په وژل کېدو سره د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملان عدالت ته وسپارل شول.
نوموړي نن سېشنبه د (زمري په ۱۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا استخباراتي ادارې کارکوونکو هغه هڅې چې د الظواهري د ځای موندلو په موخه يې کړي، د ستايلو وړ دي او په خبره يې نوموړي هم د الظواهري د موندلو په موخه کلونه هڅې کړي.
اوباما زياته کړې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې امريکايي متخصصان وتوانېدل، چې له ملکي مرګ ژوبلې پرته الظواهري له منځه يووسي.
نوموړي څرګنده کړې، چې په دې توګه د الظواهري له منځه وړل دا ښيي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړل له جګړې پرته شوني دي. اوباما هيله څرګنده کړې، چې د نوموړي له وژل کېدو سره به د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو نسبي تسلي شوي وي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن بېګاه شپه ناوخت د يوه خبري کنفرانس له لارې اعلان وکړ، چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې چې د بېپيلوټه الوتکې پر مټ ترسره شوي، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمنالظواهري وژلی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د بېپيلوټه الوتکې بريد تائيد کړی او دا بريد يې د دوحې هوکړې خلاف بللی.
په دې اعلاميه کې د ايمنالظواهري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.