Home » افغانستان » امریکايي سناتوران:تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ځواکونو ایستل امکان نه لري
رویداد خبري آژانس

امریکايي سناتوران:تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ځواکونو ایستل امکان نه لري

امریکايي سناتوران وایي تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه باید وځنډول شي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مندیز په خپله یوه مرکه کې ویلي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی د سولې هوکړې ته وفادار نه دي نو له همدې امله باید د ځواکونو په ایستلو کې بېړه و نه شي.

باب مندیز په خبره تر مې میاشتې پورې د ځواکونو ایستل ممکن نه دي نو ځکه ددې اړتیا ده چې حکومت پر خپله دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.

هغه زیاته کړې وسله وال طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري، جګړې یې نه دي کمې کړي او پر ورته نورو ژمنو یې هم عمل نه دی کړی، نو ځکه دغه ډله ښايي د سرتېرو تر ایستلو وروسته لا ډېر خطرونه جوړ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...