امريکا اعلان کړی چې څلور تنه افغان وګړي يې په دغه هېواد کې د داعش له خراسان څانګې سره د همکارۍ او يادې ډلې ته د مالي اسانتياوو د برابرولو په موخه د ترهګرۍ په تور لېسټ کې داخل کړي دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يادو افغانانو نومونه سلطان عزيز عزام، ثناالله غفاري، مولوي رجب چې د نوموړي وزارت د مالوماتو له مخې د داعش خراسان څانګې په رهبرۍ کې دي او عصمتالله خلوزی چې مالي اسانتياوې ورته برابروي، ياد کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون دوشنبه د (لېندۍ په لومړۍ) رسنيو ته ويلي، امريکا له داعش سره د ترهګرۍ ضد وسيلو په کارونې مبارزې ته ژمنه ده او په خبره يې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان بيا د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي.
په همدې حال کې د تېر نظام مرستيال ولسمشر امرالله صالح ويلي، ثناالله غفاري د حقاني شبکې غړی او کورنۍ يې په پاکستان کې ده. نوموړي زياته کړې چې په تېره موده کې يې ټوله لارښوونه له حقاني شبکې ترلاسه کوله.
خو د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد بيا رسنو ته ويلي، د امريکا دا کار يوازې د داعش ډلې لويه ښودنه ده او له يادې ډلې سره په مبارزه کې مؤثر نه شي تمامېدای.
نوموړي ويلي چې عزام درې کاله وړاندې په ننګرهار کې وژل شوی او د پاتې نورو کسانو هويت مجهول دی چې دوی يې نه پېژني.