د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، په ټوله کې د روسيې پلان دا دی چې پر اوکراين د بريد کولو له لارې د دغه هېواد جغرافيه او خلک دواړه په خپل کنټرول کې واخلي.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته خبريالانو ته ويلي، روسيه د خپل دې پلان په پلي کولو سره غواړي چې په اوکراين کې اوسنۍ ډيموکراسي په بشپړه توګه له منځه يووسي.
بلېنکن دغه راز پر روسيې تور پور کړی، چې دغه هېواد نه غواړي په ورته قضيو کې د ډيپلوماسۍ له لارې مخته لاړ شي او له همدې کبله يې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره د روانې فيبروري په ۲۴مه خپله پلان شوې ليدنه هم لغوه کړه.
د روسيې په تړاو د امريکا دغه تازه دريځ داسې مهال دی چې د دوو خپلواک دولتونو په توګه له اوکراين د جلا شوو د دونيڅک او لوهانس سميو په رسميت پېژندو په اړه، د ولسمشر ولاديمير پوتين د پرېکړې په غبرګون کې امريکا، برېتانيا او فرانسې په انفرادي توګه پر روسيې نوي بندزونه وضعه کړي دي.