Home » سیمه او نړی » امريکا؛ د القاعده ملاتړو له لوري پر خپلو اهداف د احتمالي بريدونو خبر ورکړی

امريکا؛ د القاعده ملاتړو له لوري پر خپلو اهداف د احتمالي بريدونو خبر ورکړی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري له وژلو وروسته، د يادې ډلې د ملاتړو له لوري په نړۍ کې د امريکا پر اهدافو د احتمالي بريدونو د ترسره کولو خبر ورکړی.

دې وزارت پرون سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) ويلي، چې د الظواهري وژلو اعلان له خورېدو وروسته، داسې احتمال شته چې په خپله القاعده او يا هم د يادې ډلې نور ملاتړي د امريکا پر اهدافو بريد وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبره، چې د يادې ډلې ملاتړي ښايي سړي تښتونه او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر امريکايي وګړو او تاسيساتو ځانمرګي بريدونه وکړي.

امريکا دغه اندېښنه او احتمال داسې مهال مطرح کړی، چې روانې اوونۍ د يک‌شنبې په ورځ د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري په نښه او له منځه يې يووړ.

د الظواهري وژل کيدل په نړيواله کچه له هرکلي سره مخ شوي او ګڼو هېوادونو د اعلاميو په خپرولو سره ويلي، چې د نوموړي په وژل کېدو سره نړۍ د امنيتي ثبات خواته روان شوه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...