Home » افغانستان » افراسياب خټک: پاکستان د خپلې ترهګرۍ پلوه پاليسۍ ښکار شوی

افراسياب خټک: پاکستان د خپلې ترهګرۍ پلوه پاليسۍ ښکار شوی

د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په سيمه کې د افراطيت، ترهګرۍ او په ځانکړې توګه طالب پلوه پاليسي پر مخ وړي، له امله يې په تېر ۲۰۲۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله زيات د ترهګرۍ ښکار شوی دی.

نوموړي په خپل ټوېټر کې د ترهګرۍ په اړه د نړيوالو موندنو پر استناد ويلي، چې پاکستان د خپلو افراطيت پلوه پاليسيو پر بنسټ د ترهګرۍ زيانمنو هېوادونو په ډله کې لسم ځای خپل کړی دی.

د خټک په خبره دغه هېواد د افراطيت، توندلارۍ او د طالب پلوه پالېسۍ د کارولو له درکه په تېر ۲۰۲۱ کال کې د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال په پرتله، د ترهګرۍ له امله ۵ سلنه زيات زيانمن شوی دی.

د افراسياب خټک دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د تېرې جمعې په ورځ د پېښور اړوند قصه خوانۍ بازار په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۴ تنه ووژل شول او له ۱۹۰ زيات کسان ټپيان شول.

له دې سره په قبايلو او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو خونړي بريدونه هم زيات شوي. داسې ادعاوې هم شته چې د بريدونو پرمهال په يادو سيمو کې د پاکستان پوځ ملکي خلک په نښه کوي، نيسي يې او ربړوي يې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...