د اسيا پراختيايي بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستيو سياسي بدلونونو له امله د ټاپي پروژې تمويل ځنډولی دی.
دې بانک ويلي، تر هغې چې د افغانستان نوی حکومت د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي د ګازو نلليکې پروژې د تمويل په برخه کې همکاري نه شي کولی.
د اسيا پراختيايي بانک يا (ADB) ويلي، د ترکمستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نلليکې پروژه چې ټول لګښت يې ۱۰ مېليارده ډالر دی، نه شي کولی چې په افغانستان کې د اړوندو سياسي ملحوزاتو پر بنسټ تمويل کړي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې موده وړاندې د هرات اوسېدونکو له حکومت وغوښتل، څو خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د ټاپي د ګازو د نلليکې پروژې د بشپړاو چارې پيل کړي.