Home » افغانستان » ارزګان کې ۴۹۰ اړمنو کسانو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

ارزګان کې ۴۹۰ اړمنو کسانو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

په ارزګان ولایت کې پر ۴۹۰ اړمنو کسانو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د جامو او کمپلو په ګډون د یوې خیریه موسسې په مالي مرسته پر یتیمانو، کونډو او معلولینو ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له بېلابېلو بنسټونو سره شاوخوا ۶۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، چې پر بنسټ یې تر دې دمه پر څه باندې ۴۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو مرستې وېشل شوې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو د مرستو د وېش لړۍ دوام لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...