د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوټريش وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځونو حقونو د اعادې او خونديتوب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي نن شنبه د (لړم په لومړۍ) خپل ټوېټر کې ليکلي، تر هغه وخته به د افغانستان په اړه دنده پر مخ يوسي، څو چې په دغه هېواد کې نجوني ښوونځيو او دندو ته بيرته ور ګرځېدلي نه وي.
ګوټريش ټينګار کړی چې تر هغې به په کرار کښېنني څو چې نجوني ښوونځيو او دندو ته روانې شوي نه وي او په دې توګه يې په ټولنيز ژوند کې فعاله ونډه نه وي اخيستي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټريش دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم په ګڼو ولايتونو کې ښوونځي د نجونو پر مخ بند شوي.
عام خلک هم نيوکه کوي چې طالبان دې هر څه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي څو په خبره يې سږنی کال يې درسي پلان وروسته پاتې نه شي.
خو طالبانو ويلي چې د نجونو د زدهکړو لپاره پر يوه طرحه کار کوي او د يادې طرحې په بشپړېدو سره به نجونو ته هم اجازه ورکړي څو ښوونځيو ته لاړې شي.
اوسه طالبانو دا نه ده واضېح کړې چې ياده طرحه څه ډول او د نجونو د زدهکړو په اړه کوم موارد په کې په پام کې نيول شوي دي؟